د افغانستان دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ۱۱۶ تنه طالبان وژل شوي او ۳۹ تنه نور يي ټپیان شوي دي.
د هېواد دفاع وزارت په خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي چې یادې نښتې په ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان، کاپیسا، کابل، میدان وردګو، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، کندهار، ارزګان، هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بلخ، هلمند، نیمروز، کندز او تخار ولایتونو کې شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.