Home » افغانستان » دفاع وزارت: په کندهار کې ۸۵ طالبان ووژل شول

دفاع وزارت: په کندهار کې ۸۵ طالبان ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت نن ( پنج شنبه د لیندۍ ۱۳ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې تیره ورځ طالبانو د کندهار ولایت د ژیړۍ, ډنډ او معروف ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

چارواکي وايي د امنیتي ځواکونو په دفاع کولو سره د هوايي ځواکونو په ملاتړ د وسلوالو بریدونه په شاه وتمبول شول.

امنیتي چارواکي زیاتوي د هوايي او ځمکني بریدونو په پایله کې ۸۵ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې په همدې بریدونو کې د وسلوالو څخه ۲ ګادي او ۲ موټر سایکلې لاس ته ورغلي او یو شمېر وسلې يې له منځه وړل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...