د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امنیتي او هوایي ځواکونو کندهار کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ طالبان ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل.
له دغه وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو په دوام سره نن کندهار ولایت ارغنداب، ژېړۍ ولسوالیو کې طالبانو باندې چاڼیز عملیات ترسره کړل.
خبرپاڼه لیکي، په پایله کې ۳۱ طالبان ووژل شول او ۸ تنه ټپیان شو،او د طالبانو ۳ موټره او یوه اندازه وسلې، مهمات له منځه وړل شوي دي.
له دفاع وزارت په یوه بله خپره شوې اعلامیه کې راغلي:” تېره ورځ امنیتي او هوایي ځواکونو د زابل ولایت په میزان او شهر صفا ولسوالیو کې ګډ عملیات تر سره کړل.د دغه عملیاتو په پایله کې، ۳۵ طالبان ووژل شول، ۱۹ تنه ټپيان، ۲ ونیول شول.”
دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د سولې له خبرو سره هممهاله په هېواد کې جګړه زیاته شوه او لا یې هم د زیاتېدلو امکانات ډېر دي.
بلخوا په دوحه کې د سولې خبرې هم په ټپه ولاړې دي او هیڅ پرمختګ په کې نه دی شوی، امریکا افغان حکومت او طالبانو ته د انتقالي حکومت د رامنځته کېدو وړاندیز کړی، او د مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه به غونډه راوبلل شي.