Home » افغانستان » دفاع وزارت: په هلمند کې د طالبانو موټر بم له منځه یوړل شو

دفاع وزارت: په هلمند کې د طالبانو موټر بم له منځه یوړل شو

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي نن شنبه ( د لړم ۲۴) یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي دي چې د هلمند ولایت د ګرشک په ډاګيانو سيمه کې د وسله والو طالبانو موټربم برید امنيتي ځواکونو هدف ته تر رسيدو وړاندې له منځه وړی

دفاع وزارت په اعلامیه کې لیکي د اوو بجو په شاوخوا کې وسله والو طالبانو پلان درلود د ګرشک ولسوالۍ اړوند ډاګيانو په سيمه کې د امنیتي ځواکونو په يوه پوسته موټربم برید ترسره کړي، چې ځواکونو موټر بم له پیژندلو وروسته په نښه او له منځه يي یوړه.

په دې اعلامیه کې راغلي چې په هلمند ولایت کې وسلوال به هيڅ بریالي نه شي او هلمند ولایت د دوي تر کلک څار لاندې دی.

وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...