Home » افغانستان » دفاع وزارت: په هلمند کې د طالبانو د استخباراتو مشر وژل شوی

دفاع وزارت: په هلمند کې د طالبانو د استخباراتو مشر وژل شوی

نن شنبه د لړم ۱۷ مه باندې دفاع وزارت چارواکي یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو د والي مولوي محب الله او د دې ولايت د نادعلي ولسوالۍ د استخباراتو د مشر په ګډون د طالبانو یوه ډله د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې راټول شوي و او پلان یې درلود چې د نادعلي ولسوالۍ پر ځینو برخو برید وکړي.

اعلامیه زیاتوي امنیتي ځواکونه د هوايي بریدونو په ترسره کولو سره ددې پلان مخنیوی کړی دی.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د هوايي بریدونو په پایله کې د طالبانو د استخباراتو د مشر په ګدون ۱۰ تنه طالبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت چارواکي ادعا کوي چې د هلمند لپاره د طالبانو والي محب الله مشهور په صداقت مو ټپی کړی دی.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په برید کې د وسلوالو زياتې وسلې، مهمات او ۶ عرادې موټر له منځه وړل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...