د افغانستان د ملي دفاع وزارت د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او نهه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
د ملي دفاع وزارت نن شنبه د اکټوبر ۲۴ د ( عقرب ۳) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې وسله والو طالبانو د هلمند ولايت په ناوه، نهرالسراج، نادعلي او د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ په يو شمير امنيتي پوستو د برید پلان درلود چې افغان ځواکونو یې مخه نیولې ده.
دفاع وزارت ویلي چې د دغه بریدونو په ترڅ کې د حاجي مظلوم په نوم د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون, ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
دا نه دي ویل شوي چې دغه طالب قوماندان په کوم ولایت کې وژل شوی دی.
بیان وايي چې امنيتي ځواکو ۴ موټر او یو شمير وسلې هم له منځه وړې دي.طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي