د افغانستان ملي دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې په غزني کې د دوو موټر بمونو د چاودنو مخنیوی يې کړی.
په خبر پاڼه کې د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل وسلوالو طالبانو دوه مازدا ډوله موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړي وو او نیت یې درلود څو د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي.
احمدزي زیاته کړه د هېواد هوایي ځواک دغه موټر د غزني ولایت په “اندړو” ولسوالۍ کې په نښه کړل چې په پایله کې دواړه موتړ له دوو تنو وسلوالو سره په بشپړه توګه له منځه یوړل شول.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.