د افغانستان دفاع وزارت د لړم په ۶ یوه خبر پاڼه خپره کړه چې پکې ویل شوي د امنیتي سر تیرو په اکمالاتي موټریز کاروان باندې طالبانو برید وکړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې د طالبانو د یوې شبکې قوماندان رحمت الله ووژل شو.
همدا راز دفاع وزارت په دې خبر پاڼه کې ویلي د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي، خبر پاڼه زیاتوي د طالبانو یو جسد د جنګ په ډګر کې له دوي څخه پاتې شوی او یو کلاشینکوف لاسته راغلی، په خپره شوي خبر پاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د وسلوالو ۱ موټر او ۱ میل پیکا له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.