د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې افغان ځواکونو یې د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د هیرویینو کارخونه ویجاړه کړې ده.
دغه وزارت پرون یکشنبې په روځ (د کب ۳مه نېټه) ناوخته په یوې خپره شوې خبرپاڼه راغلي، د ملي اردو ځواکونو د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د « تو تو» کلی د وسله والو طالبانو له شتون پاک شوی او د هیرویینو دغه کارخونه هم ویجاړه شوې ده.
دفاع وزارت په خبرپاڼه کې لیکي، د عملیاتو پر مهال ۱۰۰۰ بوجۍ چرس هم له منځه وړل شوي، ۱۵۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۱۲۰ کړۍ ماینونه هم شنډ شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د افغان سرتېرو په عملیاتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا شوې ده