د افغانستان دفاع وزارت وایي د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د هوایي ځواک د یوې څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې نهه کسان وژل شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې پېښه تېره شپه شوې او په وژل شوېو کې د څرخي الوتکې ۴ تنه عمله او ۵ امنیتي ځواکونه شامل دي.
دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې الوتکې د نسکورېدو په اړه څېړنې کوي.
د هوایي ځواک یوې سرچینې او د میدان وردګو یوه ځایي چارواکي رویټرز ته ویلي، دا څرخي الوتکه د پورته کېدو پر مهال په توغندي ویشتل شوې ده.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.