د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي،څېړنې یې ښودلې چې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي اردو چورلکه د نامسووله وسله وال علیپور کسانو رانسکوره کړې.
دغه وزارت زیاتوي د دغې پېښې عاملینو ته به سخته سزا ورکړي.
دا څرخي چورلکه د تېرې پنجشنبې په شپه وویشتل شوه چې ۴ عمله او ۵ د ملي اردو سرتیري په کې ووژل شول.
پرون سیمه ییز پاڅونوال عبدالغني علیپور چې په قوماندان عليپور مشهور دی ازادي راډیو سره خبرو کې دا پیښه توجیه کړه، ځکه د ده په وینا جنګي حالت کې شوې ده.
د ارګ په ګډون بېلابېلو چارواکو پر پېښې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې له عاملینو سره به یې جدي چلند وکړي.