Home » افغانستان » دفاع وزارت: فاریاب کې ۴۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت: فاریاب کې ۴۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وايي په قیصار ولسوالۍ کې طالبانو تیره شپه په (کوهي) او ( سر آسیاب) سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.

چارواکي وایي دوی د طالبانو د برید پلان شنډ او پر دوی هوايي بریدونه کړي، خبر پاڼه زیاتوي امنیتي ځواکونه د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۵ تنه طالبان وژلي او ۱۹ تنه نور يي ټپیان کړي دي.

یاد وزارت زیاتوي د وسلوالو طالبانو ۲ پټن ځایونه سره د یو شمېر وسلې له منځه وړل شوي دي.

د دفاع وزارت چارواکي په یاده خبر پاڼه کې لیکلي چې د همدې ولایت په قرمقل ولسوالۍ د بند په کلي کې د تر سره شوي بل عملیاتو په پايله کې ۶ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

وسلوالو طالبانو د دفاع وزارت دې ادعا ته تر اوسه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...