Home » افغانستان » دفاع وزارت: د هېواد په دوو ولایتونو کې ۵۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت: د هېواد په دوو ولایتونو کې ۵۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن ( د مرغومې ۳ مه) په دوو جلا اعلامیو کې د هلمند او کندهار په ولایتونو کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.

د دفاع وزات مسولین وایي د هلمند ولايت په ناوه او نادعلي ولسواليو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور يې ټپيان دي.

د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي، افغان ځواکونو په ناوې ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د بریدونو مخنیوي په پایله کې ۱۲ وسلوال یې وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي، احمدزي زیاته کړه په نادعلي ولسوالۍ کې هم ۴ وسلوال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت په بله خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي چې د افغانستان په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسلوالو ترمنځ په نښته کې ۲۴ طالبان وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د کندهار ولایت په ژیړۍ او میوند ولسوالیو کې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود چې د مخنیوي په موخه امنیتي ځواکونو دغه ډله په نښه او ۲۴ طالبان یې ووژل.

تراوسه پورې وسلوالو طالبانو د دفاع وزارت د خبرپاڼو په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...