Home » افغانستان » دفاع وزارت: د هلمند په څلورو ولسوالیو کې ۲۱ وسلوال وژل شوي

دفاع وزارت: د هلمند په څلورو ولسوالیو کې ۲۱ وسلوال وژل شوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن پنج شنبه ( ۱۳۹۹ د کب ۲۸مه ) په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان هوايي ځواکونه د هلمند ولایت نهر سراج، سنګین، نادعلي او ناوې ولسوالیو کې پر وسلوالو بریدونه کړي.

دفاع وزارت زیاتوي په دې عملیاتو کې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

دغه وزارت همداراز زیاته کړه د وسلوالو څخه ۴ موټر یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

وسلوالو تر اوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...