Home » افغانستان » دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۷ طالبان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۷ طالبان وژل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي،د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په ۱۶ ولایتونو کې ۱۵۷ وسله والو طالبان وژل شوي او ۹۹ نور یې ټپیان دي، ۲۶ تنه یې ژوندي نیول شوي دي.

د دغه وزارت نن سې شنبه ( د غویي ۲۱مه نېټه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، د امنیتي ځواکونو له خوا د طالبانو پر ضد په دې عملیاتو کې د دې ډلې ګڼ شمېر وسلې هم له‌منځه تللي دي.

د دوی په وینا، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په لغمان، کونړ، پکتیا، وردګ، غزني، زابل، هرات، فراه، بلخ، سمنګان، جوزجان، هلمند، نیمروز، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې اوښتې ده.

خبرپاڼه کې لیکل شوي د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي ۹۵ کړۍ بېلابېل ډول ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...