د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، کومانډو ځواکونو په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۲۴ کسان یې ازاد کړې دي.
دغه وزارت نن سې شنبه (د سلواغې۲۸مه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځانګړو ځواکونو قطعې تېره شپه په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړي دي چې له کبله یې دغه زندان مات کړی او ۴۲ کسان یې د طالبانو له بند خوشي کړي دي.
دغه عملیات د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په علي خواجه کلي کې ترسره شوي دي.
ملي دفاع وزارت وایي چې په دې زندانیانو کې ۲۵ کسه یې نظامیان او پاتې ۱۷ نور یې ملکیان دي.
افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو زندانونه مات کړي او له دې زندانونو یې ګڼ کسان خوشي کړي دي.