Home » افغانستان » دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال وژل شوی
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال وژل شوی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو د پوځې کمېسیون د مرستیال د وژلو ادعا وکړه.

دفاع وزارت نن یکشنبه(د کب ۱۰مه نېټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قاري زاهد الله په نوم د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال چې د طالبانو د ګمرک مسوول هم و، پرون له دوو نورو وسله والو سره په نهرین ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په هدفي حملو کې وژل شوي دي.

په دغو حملو کې د څلورو نورو وسله والو د ټپي کېدو، د دوی د یوې اندازې وسلې او مهماتو د تخریب خبر هم ورکړل شوی دی.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...