د افغانستان دفاع وزارت د پاکستاني پوځ دا خبرې رد کړې دي چې ویلي یې وو د پاکستان مخالفې وسله والې ډلې خپل فعالیتونه له افغانستانه تنظیموي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان په همدې تړاو یوې تازه مرکه کې ویلي، د پاکستاني پوځ وروستۍ څرګندونې بې بنسټه دي او په خبره یې اوس په دې ټوله نړۍ پوهېږي چې د ترهګرو پټنځایونه او روزنځایونه چېرته دي او څوک یې تمویلوي.
امان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هیڅ یوې ډلې ته په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر ضد د فعالیت اجازه نه ورکوي.
د یادونې ده چې د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې د جماعت الاحرار ډله بېرته د پاکستاني طالبانو له تحریک سره یو ځای شوې او دغه دواړه ډلې په افغانستان کې پلانونه جوړوي او پاکستان کې یې عملي کوي.