د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (۱۳۹۹ د لیندۍ ۱۸ مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې تیره ورځ طالبانو د ارزګان ولایت په دهراود او ګیزاب ولسوالیو کې پر امنيتي ځواکونو د برید پلان درلود.
اعلامیه زیاتوي د وسلوالو طالبانو د پلان په شنډولو سره دوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د هېواد دفاع وزات په دې اعلامیه کې لیکلي چې په دې بریدونو کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور یې ټپیان دي.
امنيتي چارواکي وايي د ارزګان په یادو ولسوالیو کې ۱۷ کړۍ بمونه کشف او شنډ شول او همدا راز د وسلوالو ۲ پټنځایونه هم د یو شمېر وسلو سره له منځه یوړل شول.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.