Home » افغانستان » دفاع وزارت:هلمند کې ۲۵طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت:هلمند کې ۲۵طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي امنيتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولايت په نادعلي، نهرالسراج او ناوې ولسواليو کې ۲۵ تنه طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې؛ چې ۱۶ تنه يې وژل شوي او ۹ نور يې ټپيان دي.

دفاع وزارت د یوه خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:” په جګړه کې وسله والو طالبانو ۴ جسدونه او يو تن ټپي په ميدان پريښي، او اوس مهال ټپي شوی بريدګر د افغان ګډو ځواکونو تر درملنې لاندې دی.”

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي افغان ځواکونو د ګرځنده ګزمو په ترڅ کې په ۶۰۱ نمبر شاهراه، دلارام_نيمروز لویه لاره، بولان او بشران کې ۲۰ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

بل لوري ته د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک موټربم برید شوی.

د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې وسله والو د امام صاحب ولسوالۍ پر سرحدي کنډک موټربم برید کړی دی او وروسته نښته رامنځ ته شوې ده چې لا هم روانه ده.

رویداد خبري آژانس

د امام صاحب ولسوالۍ یو ډاکټر وايي، تر دې دمه ۲۴ ټپیان روغتون ته وروړل شوي چې ۱۴ یې پوځیان او ۱۰ یې ملکیان دي.

د دغه برید مسئولیت تراوسه کومې وسله‌والو ډلې نه دی منلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...