د افغانستان دملي وفاع وزارت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې د میدان وردګو ولایت په مرکز او ولسوالیو کې زیاد شمیر تازه دمي کومانډو ځواکونه د هوا او ځمکې له لارې د خلکو دامنیت دټينګښت او د دښمن داحتمالی بريدونو دمخنوی په موخه ځای پرځای شول.

د دفاع وزارت په خپرپاڼه کې لیکلي:” د تازه دمو ځانګړو ځواکونو په رسیدو سره ، امنیتي کمربندونه نورهم پیاوړي شوي او په سیمه کی نوې امنیتی بیزونه او پوسته جوړی شوې ، او د امنیتی او دفاعي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي رامینځته شوه.”