Home » افغانستان » دفاع وزارت:امنیتي ځواکونو ۱۸۷ طالبان وژلي دي
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت:امنیتي ځواکونو ۱۸۷ طالبان وژلي دي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۷ وسله وال طالبان وژلي او ۱۱۲ نور یې ټپیان کړي دی.

دغه وزارت نن سې شنبه (د زمري ۵مه نېټه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه طالبان ژوندي نیول شوي او ګڼ شمېر وسلې، مهمات او پټنځایونه یې له منځه تللي دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسله وال طالبان په کونړ، لوګر، غزني، خوست، کندهار، اروزګان، فاریاب، بلخ، جوزجان، سمنګان، هلمند، تخار، کندوز بغلان او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.

یاد وزارت دغه راز زیاته کړې چې د دې ډلې له‌خوا ځای پر ځای شوي ۱۴ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.

بلخوا د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم‌الله محمدي د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ته تللی او ټاکل شوې د دې قول اردو له مسوولینو سره د جګړې په اړه خبرې وکړي.

وسله والو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...