Home » افغانستان » دعلیپور کسانو یو ځل بیا میدان وردګو کې د پولیسو پر پوسته برید کړی
رویداد خبري آژانس

دعلیپور کسانو یو ځل بیا میدان وردګو کې د پولیسو پر پوسته برید کړی

د علیپور ملېشو یو ځل بیا میدان وردګو کې د پولیسو پر پوسته برید کړی

د غیر مسوول وسله وال، علیپور ملېشو په میدان وردګو ولایت کې د پولیسو پر پوسته برید کړی دی چې په پایله کې یې څلور پولیس ټپیان شوي او دوه نور یې ژوندي له ځان سره بیولي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزي د برید د پخلي ترڅنګ زیاته کړې، چې د علي پور وسله والو یو رینجر موټر، په یاده پوسته کې موجودې وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

هغه ویلي چې دا پېښه پرون د سپتمبر۲۷ (تلې۶) د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ دویمې حصې چغچران سیمه کې رامنځته شوې ده.

دا دویم ځل دی چې علیپور د پولیسو پر پوستو بریدونه کوي خو مرکزي حکومت یې په اړه چوپه خوله دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...