د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه په يوه تازه راپور کې ويلي، چې لا هم په افغانستان کې ۹۵ سلنه خلک کاف خوړو ته لاسرسی نه لري او همدا سبب شوی چې ۳.۵ ميليونه ماشومان خوړو ته جدي اړتيا پيدا کړي.
دې سازمان په راپور کې زياته کړې، چې د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال له پيل راهيسې تر دې مهال ۱۳زره نوي زېږېدلي ماشوماند د خوراځواکۍ او لوږې له امله د رامنځته شوو نورو ناروغيو له کبله مړه شوي دي.
په راپور کې د بې پولې ډاکټرانو له قوله ويل شوي، په اکثره ولايتون کې د ناورغانو نيمايي برخه پر خوارځواکۍ اخته وي او له همدې کبله د روغتون په بېړنيو خونو کې بسترېږي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په افغانستان کې د بشري وضعيت له لاس وتلی بللی او په بېړه د يادې ستونزې د حل په موخه يې د يوه فعال بانکي سيسټه رامنځته کول اړين بللي.
د نوموړي سازمان په خبره، دامهال په افغانستان کې بانکونه په خورا سختۍ فعاليت کوي او زياتوي چې نړيوال بانکونه لا هم د افغانستان پر بانکونو د وضعه شوو بنديزونو له امله له احتياط کار اخلي.
په راپور کې ويل شوي چې د يادو بنديزونو له امله د افغانستان بانک په سمه توګه فعاليت نه شي کولی او له همدې امله د دغه بانک له لارې لويې راکړې ورکړې ستونزمنې دي.
د بشري حقونو د څار دې سازمان له نړيوالو غوښتي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو دوام کولی شي څو دغلته روان بشري ناوري راکم کړي؛ خو ټينګار کوي چې طالبان هم بايد ښځو ته د کار کولو اجازې په ورکړې سره په افغانستان کې د لوږې له امله د رامنځته شوي بشري ناورين په مهار کې پوره همکاري وکړي.