Home » سیمه او نړی » د«خپل ځان دفاع» په خاطر په عراق کې د امریکا هوایي بریدونه

د«خپل ځان دفاع» په خاطر په عراق کې د امریکا هوایي بریدونه

متحده ایالاتو سه شنبه ( زمري نهمه) په عراق کې د ” خپل ځان دفاع” په خاطر هوایي برید کړی خو دا یې ندي ویلي چې په برید کې څوک وژل شوي که نه.

د امریکا یو چارواکي دا برید د روییټرز خبري اژانس ته تائید کړی مګر نور جزیات یې ني ورکړي.

د امریکا لخوا دې اعلان څخه وړاندې په عراق کې د حشد الشعبي په نامه ملیشو ویلي و چې د بغداد په جنوب کې د دوي په یوې اډې کې دننه چاودنې شوي. لا معلومه نده چې چاودنې د امریکا همدې هوایي برید له کبله شوې او که نه هغه یوه جلا پیښه وه.

پولیسو او د روغتیایي چارو مسؤلینو ویلی چې پدې چاودنې کې څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپي شویدي.

د حشد الشعبي ملیشو په یوې اعلامیې کې د دې چاودنو ملامتي په هیچا نده اچولې او د علت په هکله یې هم څه ندي ویلي.

امریکایي چارواکو ویلي چې د ګواښ له منځه وړلو لپاره دا برید څرګندوي چې متحده ایالات د خپل پرسونل خوندیتوب او امنیت ته ژمن دي.
په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې له امله په منځني ختیځ کې د سیمه ایز تاوتریخوالي له زیاتېدو سره په منځني ختیځ کې، په ځانګړې توګه په عراق او سوریه کې، د متحده ایالاتو په سرتیرو باندې نږدې ۲ سوه د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

د ایران په ملاتړ د اورپکو ډلو اتحاد (د عراق اسلامي مقاومت) د ډیری دغو بریدونو مسئولیت اخیستی او ویلي یې دي چې دا بریدونه یې په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون ښودلو لپاره کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...