دایکندي کې ماین چاودنې ۱۴ ملکیان وژلي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دایکندي ولایت کې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي کسان وژلي دي.
د یاد وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي چې دا چاودنه نن د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ په سلیمان دښته کې د ملکي وګړو پر یو فلانکوچ موټر شوې ده.
هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې اووه ښځې، پنځه ماشومان او دوه سړي وژل شوي او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د طالبانو په ګډون هیڅ کومې وسلهوالې ډلې د یادې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.