د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي ویلي، امریکا شړېدلې او د تل لپاره له زوره لوېدلې ده.
سلامي په ایران کې یوې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې، امریکا اوس د پخوا په څېر په زور کې نه ده او نه شي کولی چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
نوموړي ویلي، امریکا نه یوازې په دننه کې ستونزې لري بلکې په نړیواله کچه هم له انزوا سره مخ ده.
هغه زیاته کړې، ایرانیان دې په بېغمه زړه خپل ژوند ته دوام ورکړي؛ ځکه امریکا اوس په هغه موقف کې نه ده چې پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې وړاندي تر دې ځینې راپورونه ورکړل شوي وو چې امریکا ښایي پر ایران ناڅاپي برید وکړي.