د افغانستان په دوو ولایتونو کونړ او زابل کې څلور ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.
د کونړ ولایت په پیچ درې ولسوالۍ کې د ننګلام د هلكانو لېسې نوې ودانی، د وډيګرام د منځني ښوونځي ودانی او د ميرزا محمد شهيد د ديني مدرسې ودانی د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ولایت والي محمد اقبال سعيد، د پوهنې ریاست مسوولینو،ولايتي شورا رييس او د سیمې قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو له لورې د پټی په پریکولو سره پرانسیتل شول.
د پوهنې رياست مرستيال الحاج اخوندزاده په وینا یادې ودانۍ د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودجې پر مټ جوړې شوي، چې د دننګلام د هلكانو لېسه په دوو پوړونو كې ۱۷،۷ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۵ خونو په درلودو سره يوه حلقه ژوره څاه، لس غرفې تشنابونه، چهاردېوالي او ۳۳۶ پايې يو نفري چوكۍ او نور اړین آسانتیاوې لري جوړه شوي.
د وډيګرام ښوونځۍ د ۱۹ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى، چې ۱۴ خونې، چهاردېوالي او ۵ غرفې تشنابونه او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې هم لري.
د ميرزا محمد شهيد مدرسه د (۷،۴) ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې، ۶ خونې، يوه حلقه څاه لس غرفې تشنابونه او ۱۲۰ پايې ميز او چوكۍ او نور اړین ملحقات لري.
چې د یادو ودانیو له پرانېستو سره د ښوونځیو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.
د کنړ والي محمد اقبال سعید د یادو ښوونځيو د پرانیستلو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ټینګار وکړ، چې د دې ولایت ټولو زده کوونکو ته به د باکیفیته او متوازنو زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.
د کنړ والی د ښوونیزو مرکزونو په ساتلو کې ولسونه همکارۍ ته را وبلل او ژمنه یې وکړه، چې د دې ولایت په تعلیمي نظام کې شته ستونزو ته به رسېدنه کوي او زده کوونکو ته به لازمې آسانتیاوې برابري کړي.
ورته مهال د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د باغ سیمې کې هم یوه ښوونځي ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې وزارت د یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي:” د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوست هېواد هندستان په مالي لګښت جوړه شوې، چې ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، احاطوي دیوال میز او چوکۍ، د څښاک پاکې اوبه، لمریزه برېښنا، او نور اړونده ښوونیزي اړتیاوي لري چې د ودانۍ په جوړیدو سره د یادې سیمې شاوخوا سلګونه ماشومانو ته د لیک لوست خوندې چاپیریال برابر شي.”