د داعش ياد اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې په کابل کې د روسيې پر سفارت د پروني ځانمرګي بريد مسووليت په غاړه واخيست.
داعش ډلې په دې اړه ټلګرام کې ويلي، چې د يادې ډلې يوه غړي په کابل کې د روسيې سفارت د کارکوونکو پر يوه ډله له چاوديدونکو توکو خپل ډک واسکټ چاودلی دی.
له دې سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ، چين او امريکا هم په کابل کې د روسيې پر سفارت دغه چاودنه غندلې ده.
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ په خپل ټوېټر کې په دې اړه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې دا تاوتريخوالي هېڅ هدف نه لري.
د روسيې پر سفارت د داعش ډلې له لوري په دې ځانمرګي بريد کې، دوو روسي ډيپلوماټانو په شمول ۶تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
روسيې هم په دې بريد کې د خپل سفارت د دوو ډيپلوماټانو وژل کيدل تائيد کړي دي.