د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د شيراز ښار پر شاه چراغ زيات د وسلهوال بريد له امله ۱۵تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
په رسنيو کې د خپرو شوو راپورونو پربنسټ، په دې بريد کې د ۱۵ کسانو پر وژل کېدو سربېره ۴۰ تنه ټپيان شوي هم دي او د ځينو کسانو د روغتيايي وضعيت په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.
د ايران ايرنا اژانس ويلي، چې څو تنه وسلهوال بريدګر د شاه چراغ زيارت له نهمې دروازې څخه ياد زيارت ته دننه شوي او له دننه کېدو سره يې سملاسي پر زيارت کوونکو او خادمانو ډزې کړي.
د ايران امنيتي ځواکونو د بريد په تړاو دوه تنه نيولي او يو بل کس بيا ترې تښتېدلی دی. د ايرنا اژانس د راپور له مخې، په وژل شوو کسانو کې دوه ماشومان او يوه ښځه هم شامل دي.
د ايران دولتي ټلوېزيون په بيانيه کې د دې وسلهوال بريد مسووليت پر تکفيري ډلو ور اچول شوی دی. بلخوا دا عش ډلې بيا په خپل ټلېګرام چېنل کې د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستی.