د اسلامي دولت ډلې يا داعش اعلان کړی چې ابو الحسن الهاشمی القرېشي يې د خپل نوي عمومي مشر په توګه ټاکلی دی.
روېټرز خبري اژانس د دوو عراقي او يوې لوېديځې سرچينې په حواله راپور ورکړی، چې د القرېشي اصلي نوم جمعه اواد البدري دی او د يادو سرچينو له قوله يې ويلي، چې نوموړی د داعش پخواني مشر ابوبکر البغدادي مشر ورور دی.
ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۹ زېږديز کال کې په سوريې کې د امريکايي ځواکونو د عملياتو پرمهال ووژل شو. له نوموړي وروسته ابو ابراهيم القرېشي د داعش ډلې د مشر په توګه وټاکل شوی و.
د داعش نوي جمعه اواد البدري په ۲۰۰۳ زېږديز کال کې جګړې ته مخه کړې او تر دې مهال يې د عراق په شمول په منځني ختيځ کې د داعش ترسره کړو لويو بريدونو کې ونډه لرلې.
البدري د البغدادي پرمهال د نوموړي سلاکار او د داعش هغې شورا مشر و، چې په حساسو مواردو يې کې د پرېکړې کولو مسووليت او سلاحيت درلود.
عراقي سرچينو ويلي، د داعش نوي مشر په توګه د البدري د ټاکل کېدو له اعلان سره سم، په سيمه کې د احتمالي امنيتي تهديدونو د زياتېدو وېره مطرح کړې ده. دې سرچينو زياته کړې چې د داعش نوی مشر ښايي د خپلو بريدونو زيات تمرکز پر عراق وکړي او له همدې کبله اړتيا ده چې د ياد وضعيت مخنيوي لپاره سر له اوسه چمتووالی پيل شي.