د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله والو په یوه برید کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي دي. پاکستانیو رسنیو ویلي چې دا پېښه پرون د خيبر پښتونخوا ایالت په چارسدې کې رامنځته شوې ده.
په چارسدې کې د طارق خان په نامه د پولیسو یو افسر رسنیو ته ویلي، وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې په پایله کې یې دوه افسران وژل شوي او يو ټپي دی.
نوموړي زياته کړې چې دوو پولیس افسرانو روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړه خو دریم تر درملنې لاندې دی. دغه پېښه په داسې حال کې کیږي چې درې ورځې مخکې هم په خیبر سیمه کې د ورته پېښې په نتيجه کې درې پولیس افسران ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.
پاکستاني ط البانو په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو وروسته له هغه بریدونه ډیر کړل چې له حکومت سره یې خبرې ناکامې شوې.