Home » افغانستان » خيبر پښتونخوا کې ۳زره تنه پر ډينګي ناروغۍ اخته شوي

خيبر پښتونخوا کې ۳زره تنه پر ډينګي ناروغۍ اخته شوي

د خيبر پښتونخوا په يو شمېر ولسواليو کې يو وار بيا د ډينګي ناروغي زياته شوې او په دې وروستيو کې پر ياده ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳زرو ته رسېدلی دی.

ځايي روغتيايي چارواکو ويلي، چې په پښتونخوا کې پر ډينګي د اخته کسانو ډېری هغه يې د مردان، پېښور او خيبر ولسواليو اوسيدونکي دي. دوی زياته کړې چې يادو سيمو ته يې ګرځنده روغتيايي ټيمونه لېږلي او د خلکو د درملنې ترڅنګ به دا هم مالومه کړي، چې د ډينګي ناروغۍ لېږدوونکي غوماشي څه ډول خپل فعاليت چټک او يا هم کمولی شي.

په پښتونخوا کې د ملريا او لشمنيا د کنټرول پروګرام غړي خالد خان رسنيو ته ويلي، چې د تېرو درېيو اوونيو په ترڅ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې ۵ تنه مړه شوي هم دي. د نوموړي په خبره ياد مړه شوي کسان د پښتونخوا د جمرود اوسېدونکي دي.

ډينګي ناروغي د يوه ځانګړي غوماشي له لوري د چيچلو په ترڅ کې لېږدېږي او دغه حشره په ناپاکو اوبو کې د هګيو په اچولو سره خپل نسل زياتوي.

ډاکټرانو ويلي، چې د سر درد، سخته تبه او پر بدن د سرو دانو را ښکاره کېدل د ډينګي ناروغۍ عمده نښې نښانې دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...