Home » سیمه او نړی » خيبر پښتونخوا کې پر پوځي قرارګاه د بريد له امله ګڼ پاکستاني پوځيان وژل شوي

خيبر پښتونخوا کې پر پوځي قرارګاه د بريد له امله ګڼ پاکستاني پوځيان وژل شوي

د خيبر پښتونخوا ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په ټانک ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه قرارګاه بريد شوی او په کې ګڼو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بريد په ټانک کې د پاکستان د پوځ مسوولانو هم تائيد کړی او ويلي يې دي، چې ياد بريد تېر شپه ناوخته پيل نن چهارشنبه د سهار تر اوو بجو يې دوام وکړ.

چارواکو ويلي چې د دې بريد له امله ۳ تنه پوځيان وژل شوي او له ۱۵ ډېر ټپيان شوي دي؛ خو ځايي اوسېدونکي بيا د وژل شوو پاکستاني پوځيان شمېر له دې زيات ښيي.

د ځايي سرچينو د مالوماتو له مخې، د تېرې شپې په بريد کې له ۱۰ زيات پاکستاني پوځيان وژل شوي او ډېر نور ټپيان شوي دي.

د ياد بريد مسوليت تحريک طالبان پاکستان يا TTP په غاړه اخيستی او په ترڅ کې يې ګڼو پاکستاني پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

په دې وروستيو کې پر پاکستاني پوځيانو د تحريک طالبان پاکستان ډلې له لوري خونړي بريدونه زيات شوي او ورته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو له امله پاکستاني پوځيان اړ کېږي چې له خپلو پوستو او قرارګاوو په شا شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...