د خيبر پښتونخوا په بونير کې پوليسو يو افغان کډوال هغه مهال نيولی چې خلکو پرې دين ته د سپکاوي له امله له پوليسو سره قضيه ثبت کړه.
په دې اړه د رسنيو په راپورونو کې ويل شوي، دغه افغان کډوال مومين نومېږي او ځايي خلکو پرې له دې کبله قضيه ثبت کړې چې کواکې د حضرت محمد ص د شان په اړه يې ناسمې کليمې کارولي دي.
د بونير پوليسو دين ته د سپکاوي په تور د يوه افغان کډوال نيول تائيد کړي او ويلي يې چې د نوموړي قضيه به د قانون په چوکاټ کې وڅېړل شي.
د بونير د پوليسو مشر رسنيو ته زياته کړې چې له مومن سره به مذهب ته د سپکاوي قانون په چوکاټ کې چلند کېږي او دامهال له پوليسو سره دی او له هېڅ ډول ګواښ سره نه دی مواجې.
د مومين کورنۍ او يا د هغه نږدې خپلوانو تر اوسه د يادې قضيې په اړه څه نه دي ويلي.
په پاکستان د بشري حقونو فعالان بيا نېوکه کوي چې له دغه قانون څخه شخصي ګټه اخيستل کېږي او له همدې کبله په سمه او عادلانه توګه نه دی تطبيق شوی.