د خوړو نړيوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې په اړه په يوه راپور کې ويلي، چې اوس هم په دې هېواد کې ۱۹ ميليون کسان له سختې لوږې سره مخ دي.
دې سازمان پرون سېشنبه د (چنګاښ په ۲۸مه) د خپل ټوېټر له لارې په خپاره کړي راپور کې ويلي، چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې يې لږ تر لږه د افغانستان له ۱۰ ميليونه ښځو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او دغه راز يې ياد شمېر ښځو ته د مسلکي او حرفوي زدهکړو زمينه هم برابره کړې ده.
په راپور کې د خوړو نړيوال پروګرام وياند وحيدالله اماني ويلي، په افغانستان کې له ښځو سره په شوو مرستو کې ۵۴۰ ټنه خوراکي توکي او دغه راز د ۱۴۹ ميليون ډالرو په ارزښت نورې نغدي او غير نغدي مرستې شاملې دي.
نوموړي زياته کړې چې دا مرستې په ټولو ۳۴ ولايتونو کې اړمنو ښځو ته رسول شوي دي.
بل لورته د اقتصاد وزارت شمېرې ښيي، چې دامهال په ټول هېواد کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په موخه ۹۰ بنسټونو د فعاليت جواز ترلاسه کړی او له ډلې يې ۵۳ هغه پر خوړو نړيوال پروګرام پورې اړوند دي.