د خوړو نړيوال پروګرام په يوه تازه بيان کې افغانانو ته د حياتي مرستو پر برابرولو ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې وضعيت ته په کتو سره خلکو ته د يادو مرستو ته رسول جدي اړتيا ده.
په افغانستان کې د دې ادارې مسوولې مري ايلين مک ګرورتي په يوه راپور کې چې پرون يې خپور کړی ويلي، په روان ۲۰۲۲ زېږدي کال کې هم اړتيا ده څو افغانانو ته کافي مرستې ورسول شي او د نوموړې په خبره د يادو مرستو لپاره ۱.۴ مېليارد ډالرو ته اړتيا ده.
نوموړې زياته کړې، چې په افغانستان کې بايد ميليونه اړمنو ته کسانو ته او له هغې ډلې ميرمنو ښوونکو او دغه راز ډاکټرانو ته بايد حياتي مرستې چمتوو شي.
ميرمن ګرورتي ډاډ ورکړی، چې د خوړو نړيوال پروګرام له افغانانو سره د مرستو دوام ته ژمن دی او او ورسره به د نغدو پيسو او خوراکي توکو مرستو ته دوام ورکړي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لوږې په اړه په وروستي راپور کې ويلي، چې دامهال په دې هېواد کې ۶.۸ ميليونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.