د خوړو نړيوالو پروګرام وايي، چې له اقتصادي پلوه په افغانستان کې د اګثره وګړو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند خورا سخت شوی دی.
دې بنسټ زياته کړې، چې په افغانستان کې ياد وضعيت ته په پام سره يې د شتمنيو جوړولو او د معيشت پروګرام له لارې ۱۰ ميليون ښځو ته رسېدنه کړې ده.
د خوړو نړيوال پروګرام تېره اوونۍ اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه په تېر يوه کال کې ۹۷ سنلې ته پورته شوې، په داسې حال کې چې د نوموړي بنسټ د مالوماتو له مخې، دا کچه يو کال وړاندې ۴۷ سنله وه.
د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، چې د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګسټ په ۱۵مه له سياسي بدلون وروسته يې د يوه کال په جريان کې ۲۱ ميليونه هغو افغانانو ته خواړه رسولي، چې په دې موده کې د خوړو له ناخونديتوب سره مخ شوي وو.
د ملګرو ملتونو دې ادارې پر نړيوالو ډونرانو غږ کړی، چې د ژمي په را رسېدو سره د افغانستان بشري وضعيت نور هم سختېدای شي او له همدې کبله دې له دې هېواد سره په مرستې کولو کې وخت نه ضايع کوي.