د خوړو نړيوال پروګرام په يوه تازه بيان کې په افغانستان کې د لوږې وضعيت ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې دغلته د شديدې لوږې ګراف ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې دی.
دې ادارې ويلي، چې د لوږې ګراف لوړېدو ته په اشارې سره دامهال په افغانستان کې د شاوخوا ۱۸ ميليون افغانان له سختې لوږې سره مخ دي.
د خوړو نړيوال پروګرام پرون يکشنبه د (غويي په ۲۵مه) خپل ټوېټر کې ويلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورين له پيل راهيسې يې تر دې مهاله ۱۷نيم ميليونه کسانو ته اړينې مرستې رسولي دي.
د خوړو نړيوال پروګرام زياته کړې چې اړمنو هغو افغانانو ته په راتلونکي کې هم د مرستو رسولو هڅې کوي چې دامهال له شديدې لوږې سره مخ دي.
ملګرو ملتونو هم په وروستيو کې راپور ورکړی چې په اوس کې شاوخوا ۲۴ميليون افغانان له لوږې سره مخ دي او په وينا يې يادو کسانو ته د مرستو رسولو په موخه د نړيوالو جدي همکاريو ته اړتيا ده.