Home » افغانستان » خوړو نړيوال سازمان: پر خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي

خوړو نړيوال سازمان: پر خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي

د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو ناسم روغتيايي وضعيت ته په پام سره خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکې کې په افغانستان کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشومان شمېر خورا ډېر شي.

دې سازمان تازه نن دوشنبه د (کب په ۲۳مه) ويلي، چې د افغانستان ټولو ولايتونو له ډلې په ۲۸ هغو کې ماشومان ډېر پر خوارځواکۍ اخته شوي او پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زياتېدل د اندېښنې وړ دي.

د خوړو نړيوال سازمان د راپور له مخې، دا مهال په افغانستان کې په ټوله‌ييز ډول ۳.۴ ميليونه ماشومان په بېړنيو خوړو او درملنې ته اړتيا لري.

نوموړي سازمان د خپلو اندېښنې د شريکولو ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې له يو شمېر نورو نړيوالو خېريه بنسټونو سره په ګډه افغان ماشومانو ته د مرستو رسولو په موخه ګډې هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دامهال افغانستان د اقتصادي ستونزو له امله له يوه سخت بشري ناورين سره مخ دی او حکومت نه دی توانېدلی چې د ياد ناورين مخه ونيسي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...