د خوړو نړيوال سازمان خبر ورکړی چې په اوکراين کې د جګړې دوام د دې سبب شوی چې په افغانستان کې د خوراکي او سون توکو بيې لوړې شي.
د دې سازمان وياند شيلي تکرال پرون جمعه د (کب په ۲۷مه) روېټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د اتو مياشتو په تېرېدو سره په افغانستان کې د خوراکي او سون توکو بيې ۴۰ سلنه لوړې شوي دي.
نوموړي ويلي، د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې د لوږې له زياتېدو سره په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې، دغلته ۱۲ ميليونه کسانو ته د خوراکي توکو مرستې رسولي دي.
د خوړو نړيوال سازمان د موندنو له مخې، دامهال د افغانستان ۳۸ ميليوني نفوس ۹۵ سلنه برخه نه شي کولی چې په کافي توګه خوړو ته لاسرسی پيدا کړي.
دا په داسې کې ده چې تازه د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هم خبر ورکړی، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د خوراځواکۍ او لوږې له امله ۱۳زره ماشومان مړه شوي دي.