Home » افغانستان »  خوست کې یوه شپږ کسیزه ډله د غلا په تور ونیول شوه

 خوست کې یوه شپږ کسیزه ډله د غلا په تور ونیول شوه

د خوست د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د مرکز متون ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې یوه شپږ کسیزه ډله د غلا په تور نیول شوې ده.

د یادې قومندانۍ مسوولینو رسنیو ته وویل، چې دغو کسانو به د نظامي یونیفورم څخه ګټې اخیستنې سره خلک لوټل.

د مسوولینو په وینا، له نیول شویو کسانو سره یومیل کلاشينکوف، دوه لاسي بمونه، یوه مخابره، څلور کیلو چرس، یو ټیکسي او کرولا ډوله موټر هم نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...