Home » افغانستان » خوست کې يو ډله ييز قبر موندل شوى
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

خوست کې يو ډله ييز قبر موندل شوى

د خوست سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د یو ډله ییز قبر د موندلو خبر ورکړی دی.
د خوست ښاروال، بسم الله بلال وايي، چې په دغه ډله ييز قبر کې شاوخوا سل جسدونه موندل شوي، چې ښايي د شوروي اتحاد له ملاتړ برخمنو حکومتونو په وخت کې پاتې وي.

د خوست د ښاروال په وينا، دغه ډله ييز قبر د دغه ولايت په مرکز اړوند په ساربانی سيمه کې د يوه کوچني بند د جوړولو پر مهال موندل شوى دى.
ښاغلي بلال دا هم ویلي چې په دغه ډله ییز قبر کې ښخ شوي اکثره کسان ملکي وګړي دي.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې سيمه ييزو چارواکو په کندهار ولايت کې د يو بل ډله ييز قبر د موندلو خبر ورکړى و.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...