د خوست عامې روغتیا ریاست، د خصوصي سکتور په همکارۍ، د دې ولایت په ولسوالیو کې د وړیا روغتیايي کمپونو د جوړولو پروسه پیل کړې ده.
د ځايي چارواکو په وینا، په دې کمپونو کې له دریو څخه تر پنځو زرو پورې ناروغان په وړیا توګه تداوي کېږي.
د دې یو ورځنيو کمپونو څخه یو د علیشیر ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې جوړ شوی دی، چې پکې ناروغان د نارینه او ښځینه متخصصینو لخوا روغتیایي خدمات ترلاسه کوي.
د خوست د عامې روغتیا ریاست د چارواکو په وینا، تردې وړاندې د یاد ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې په ورته روغتیايي کمپ کې د لسګونو ناروغانو درملنه شوې وه.