افغاني سرې میاشتې د خوست په سپیرهیي ولسوالۍ کې د زلزلهځپلو کسانو لپاره سل کورونه او ۸۱ تشنابونه جوړ او هغوی ته یې سپارلي دي.
سرې میاشتې پرون جمعه د سلواغې ۲۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کورونه د یاد سازمان د رییس، مطیع الحق خالص، لخوا زلزلهځپلو ته تسلیم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پروسږ کال د لړم په میاشت کې په پکتیا او شاوخوا ولایتونو کې شپر درجې زلزله وشوه چې په پایله کې یې له زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې د دې زلزلې له امله نږدې ۱۸زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شول.