په خوست کې ځايي سرچينو خبر ورکړی چې د دې ولايت سپېرې ولسوالۍ اړوند سيمو کې پاکستاني جېټ الوتکو بمبار کړی او د ياد بمبار په ترڅ کې عامو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينو د مالوماتو له مخې د پاکستاني الوتکو دغه بمباري د سپېرې ولسوالۍ په مندته، ميرڅپر، شيدي او کاڼي کليو کې شوې چې په ترڅ کې يې شاوخوا ۳۰ تنه وژل شوي دي.
د خوست امنيه قومندانۍ وياند مستغفر ګربز هم د پاکستاني الوتکو له لوري شوې بمباري تائيد کړې؛ خو ملکي وګړو ته په کې د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
بل خوا په کونړ کې هم ځايي سرچينو ويلي چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرتو څو ولسواليو کې د پاکستان جېټ الوتکو بمبار کړی دی او په نتيجه کې يې عامو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي. پاکستان له دې وړاندې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه سيمو باندې راکيټونه ويشتل؛ خو دا لومړی ځل دی چې جنګي الوتکې يې د افغانستان حريم نقضوي او بمبار کوي.