Home » افغانستان » خلیل‌زاد: د بشر حقونو کمېسیون د ۲ کارکوونکو وژنه ناانساني عمل دی

خلیل‌زاد: د بشر حقونو کمېسیون د ۲ کارکوونکو وژنه ناانساني عمل دی

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دوو کارکوونکو وژنه، غیر بشري عمل وباله.

زلمي خلیل‌زاد نن سهار وختي په خپل ټویټر کې پر فاطمې خلیل او جاوېد فولاد حمله ترورېستي بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دغه دوه کارکوونکي پرون سهار د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې د دوی پر موټر د یوه نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

زلمي خلیل‌زاد ویلي، دوی د افغانانو د دې غوښتنې کلک ملاتړ کوي چې پر دغو چلنجونو غلبه حاصله او یوې با عزته سولې ته د رسېدو لپاره خپل حرکت ته دوام ورکړي.

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، په ټویټر کې لیکلي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دوو کارکوونکو په وژنه کې وسله‌وال طالبان لاس نه‌لري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر او د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما هم دا حمله غندلې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...