Home » افغانستان » خلیلزاد: هدفي وژنې دې ودرول شي، د سولې بهیر ګواښي

خلیلزاد: هدفي وژنې دې ودرول شي، د سولې بهیر ګواښي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي په افغانستان کې هدفي وژنې دېرې شوې او باید ودرول شي، نوموړي وویل دغه ډول حالات د سولې بهر ګواښي.

زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر کې په افغانستان کې وروستي هدفي بریدونو په غندلو سره لیکلي پر خبریالانو، د څرخي پله پر ډاکټرانو، پر یوسف رشید او د ښځو د حقونو پر فعالې فرشته کوهستانۍ بریدونه غندو او د دغه ترهګریزو بریدونو تر شا کسانو سره باید حساب وشي.

د هېواد په پلازمینه کې وروستي بریدونه د افغان چارواکو سربیره ناټو او ملګري ملتونه هم غندلي دي.

پر خبریالانو او د مدني ټولنو پر فعالانو د بریدونو مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

ویل کیږي یو ډول ویره شته چې ګني دغه ډول بریدونه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د دویم پړاو خبرو د پیلیدو پر وړاندې خنډ رامنځته کوي.

خلیلزاد په ټویټر کې پر اوربند هم ټینګار کړی دی.

پر خبریالانو او مدني فعالانو بریدونه دوی اندیښمن کړي، یو شمېر خبریالان له حکومته د خپل امنیت د خوندیتوب غوښتنه کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...