Home » افغانستان » خلیلزاد قزاقستان د افغان سولې په بهیر کې همکارۍ ته هڅولی
رویداد خبري آژانس
د افغان سولې لپاره د امریکا خانګړی استازی،زلمی خلیلزاد

خلیلزاد قزاقستان د افغان سولې په بهیر کې همکارۍ ته هڅولی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قزاقستان د افغان سولې سره همکارۍ ته هڅولی دی.

خلیلزاد چې د جون له پنځمې یې کابل، دوحه او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو پلازمېنو ته سفر پیل کړی، پرون یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه نېټه) د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې د دې هېواد له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په نورسلطان کې په یوه خبري کنفرانس کې د افغان سولې د پیاوړتیا لپاره د قزاقستان په ګډون د سیمې هېوادونو رول مهم وباله او زیاته‌یې کړه: “په افغانستان کې او د پرمختیا هدف ته د رسېدو لپاره موږ له نورو هېوادونو سره ګډ کار کوو او زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې له چارواکو سره په دې اړه چې په ځانګړې توګه متحده ایالات او قزاقستان په ګډه او هم قزاقستان په یوازې سر د سولې د بهیر د پرمختګ او د اقتصادي ښې راتلونکې او د افغانستان له وګړو سره څه مرسته کولای شي، خبرې وکړم.”

زلمي خلیلزاد وویل، په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو متحده ایالات به د دې هېواد تر خوا ولاړ وي او سولې ته د رسېدو د هڅو ترڅنګ به له دې هېواد سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

خلیلزاد چې په دې سفر کې یې له دې مخکې له کابل، دوحې او یو شمېر نورو پلازمېنو څخه کتنې ترسره کړي هڅه کوي چې د افغانستان د دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ یو سیاسي جوړجاړی رامنځته کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...