Home » افغانستان » خلیلزاد: د ښځو د لوړو زده‌کړو ځنډولو اراده لنډمهالې نه‌ده

خلیلزاد: د ښځو د لوړو زده‌کړو ځنډولو اراده لنډمهالې نه‌ده

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د منع کېدو په غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه څرګندوي چې د ښځو د لوړو زده‌کړو ځنډولو اراده لنډمهالې نه‌ده.

نوموړي پر ټویټر لیکلي، دا پرېکړه دا هم په ډاګه کوي چې د ا.ا د هغو مشرانو هڅې چې د ښځو د زده‌کړو د بندیز مخالفت په اړه یې کړې وې، رد شوي او د مولوي عبدالحمید په څېر د نړۍ عالمانو دا ممنوعیت غیر اسلامي بللی دی.

خلیل‌زاد زياته کړې، دا پرېکړه د ا.ا د مهمو کسانو په مشوره نه‌ده شوې او د افغانانو يوه لويه برخه لا هم د دې پرېکړې مخالفه ده. نوموړی وايي، دا پرېکړه به د افغانانو کړاوونه لا ډېر کړي او افغانستان به په نړیواله کچه نور هم منزوي شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...